پروان ولایت کې د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز جوړ شو

د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز په پروان ولایت کې جوړ شو

د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټیسټونو د لابراتوارونو شمېر ۲۸ ته ورسېد.

په افغانستان کې د دغه سازمان څانګې پرون سې شنبه (د غويي ۲۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي، د کرونا ویروس د معاینې نوی مرکز په پروان ولایت کې جوړ شو.

بل خوا د افغانستان روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د اختر په شپو ورځو کې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د دغه وزارت ویاند غلام دستګیر نظري ازادي راډیو ته ویلي: "د عامې روغتیا وزارت اندېښنه هم همدا ده چې زموږ ډېری هېوادوال د اختر په ورځو کې روغتيايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي او د یو بل لیدو ته ورځي چې دغه چاره کولی شي د دې ویروس په چټک خپریدا کې مرسته وکړي."

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر تر ۶۲زرو اوښتی او نږدې ۲۷۰۰ کسان یې په نتیجه کې مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.