د میدان وردګ والي: نرخ ولسوالۍ د یوې توطئې له کبله طالبانو نیولې

د افغانستان په نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ والي وايي، نرخ ولسوالۍ د یوې توطئې له کبله د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې ده.

عبدالرحمن طارق تېره شپه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې پر نرخ ولسوالۍ حملې پلان کړې وې.

طارق زیاته کړه: "په ولسوالۍ کې دننه ځینو کسانو یا چارواکو سره طالبانو اړیکې جوړې کړي وې، ولسوالۍ د دښمن لاس ته لوېدلې ده، هلته یو شمېر امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي، بیا د هغوي له امکاناتو څخه په استفادي، طالبانو خپلې اړیکې پراخې کړي."

والي وايي، په کابل کې یې چارواکو ته حال ورکړی، هغوی به د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره اضافي ځواکونه ولېږي.

وسله والو طالبانو هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.