ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو ثبت پیل کړ

د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ

ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې د انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو د نومونو د ثبت لړۍ پیل کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې د جون په ۱۸مه ترسره شي.

د دې انتخاباتو د نوماندانو نوم لیکنه سر له ننه پیل شوې او تمه ده چې پنځه ورځې دوام وکړي.

په دوهم پړاو کې به بیا د نوماندانو په اړه نګهبان شورا فیصله کوي چې چا ته اجازه ورکوي چې انتخاباتو ته ودرېږي او د چا نوم لیرې کوي.

تمه ده چې د نوماندانو وروستی لېست د مې په ۲۷مه اعلان شي او له دې سره د انتخاباتي مبارزې ۲۰ ورځنی کمپاین پیل شي.

د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني چې دوه دورې ولسمشر پاتې شوی له قانون سره سم حق نه‌لري چې درېیم ځلي ځان کاندید کړي.