په مزار شریف کې د هند جنرال قونسل د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه

ارشیف، د افغانستان او هند بیرغ

په مزار شریف کې د هند جنرال قونسل شري وینش کلرا د دوشنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په ټویټر کې دا خبر تأیید کړی او لیکلي یې دي چې کلرا ښه ډیپلومات و، خو ښاغلي شنکر د دې ډیپلومات د مړینې د علت په اړه څه نه‌دي ویلي.

بل لور ته هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې کلرا په کرونا اخته و او د کابل په یوه روغتون کې د زړه د درېدو له امله مړ شو.