زلمي خلیلزاد د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلی کړی او د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په سرعت ټینګار کړی، څو د ده په وینا دا بې معنی جګړه پای ته ورسېږي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د اختر د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې دا اوربند وغځوي.

ښاغلي پرایس له طالبانو او افغان مشرانو وغوښتل چې په جدي توګه د سولې په بهیر کې ښکېل شي، څو په راتلونکي کې افغانان د ترهګرۍ له شره خلاص شي او له بې مفهومه تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.