اسراییل په غزه کې هوایي بریدونه کړي

ارشیف، غزه کې لګیدلی توغندی

اسراییل په غزه کې هوایي بریدونه کړي دي او فلسطیني وسله والو له دې ګڼ میشتې سیمې تیره شپه توغندي وویشتل.

په غزه کې د فلسطینیانو روغتیایي چارواکي د ماشومانو په ګډون د ۲۴ کسانو د مړینې خبر ورکوي او وایي چې تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.

اسراییلي پوځیان وایي، له تېرې شپې راهیسې یو سل او دیرش هدفه په نښه شوي دي او دا بریدونه د شااوخوا دوه سوه توغندیو د برید په ځواب کې ترسره شوي دي چې له غزې د حماس او نورو وسله والو ډلو له لوري د اسراییل په لور ویشتل شوي دي.

اسرائیل وایي چې ۱۵ وسله وال یې وژلي دي، د وسلو فابریکې یې په نښه کړي، د وسله والو د وسلو ډیپوګان یې له منځه وړي، د هغوی کینایستلي تونلونه یې وران کړي دي، همدا راز د وسله والو د قوماندې مرکزونه په نښه شوي دي.

له غزې اکثر ویشتل شوي توغندي د اسراییل دفاعي سیستم دفع کړي دي، خو شپږ تنه یې د اسراییل په جنوبي ښار عسقلان کې وروسته له هغه ټپیان کړل چې توغندي د خلکو پر کورونو ولګیدل.