د ګازو او تیلو ټانکرونو سوځېدل؛ الکوزی: ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی

ارشیف، د کابل په شمال کې د ټانکرونو د سوځیدو د پېښې عکس

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو او تیلو ټانکرونو د سوځېدو په پېښو کې خصوصي سکتور ته شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی.

د سوداګرۍ خونو فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې له زیان سربېره په بازار کې د ګازو او تیلو بیې هم لوړې شوي او د مواد کمښت رامنځته شوی.

الکوزي زیاته کړه: "د پانګونې خونې له لوري چې کوم وروستی راپور خپور شوی، د ټولو اور لګېدنو زیان شااو خوا ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي."

نوموړی زیاتوي، په دې سره د موادو په رسولو کې ځنډ رامنځ ته شوی.

د افغانستان د خونو فدارسیون وايي، په نړیوال معیار برابر د سونګ توکو او ټانکر موټرو لپاره د تم ځای نه شتون او پرله پسې اورلګېدنو ته په کتو اوس هم د دې احتمال شته چې ورته پېښې بیا تکرار شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د هرات په اسلام قلعه، دوه ځله په فراه، کندهار، دوه ځله د کابل په دروازو او تر ټولو وروستۍ د اورلګېدنې پېښه بېګاه شپه په بغلان کې وه چې د ښاغلي الکوزي خبره په دې ټولو پېښو کې ۲۰۰ د ګازو او تیلو ټانکرونه سوځېدلي او زيانمن شوي دي.