'اوزیریس رېکس' څیړنیزه ستوربیړۍ به اسماني ګرد له ځان سره راوړي

اوزیریس رېکس تحقیقاتي سفینه

د ناسا هغې ستوربېړۍ چې د یو شهاب یا اسماني تېږې په اړه د څېړنې لپاره فضا ته استول شوې د دې فضايي ګَړنګ له نمونو سره، ځمکې ته د ستنېدو لپاره خپل څه باندې دوه کلن سفر پرون د مې په لسمه نېټه پیل کړ.

اوزیریس رېکس تحقیقاتي سفینه به د بېنو په نوم د اسماني تېږې ټوټې او ګرد له ځان سره راوړي.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې- ناسا کارپوهان هیله من دي چې د دې موادو د څېړنې په مرسته به د شمسي نظام د ترکیبي عناصرو او ان پر ځمکه د ژوند د پیل په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د دې شهاب واټن له ځمکې سره دوه سوه اته اویا میلیونه کیلومتره دی او اوزیریس ستوربېړۍ به دوه ځلي د لمر پر مدار له تاوېدو او د ۲،۳ میلیارد کیلومتره واټن له بشپړولو وروسته ځمکې ته راستنه شي.

د یوه میني بوس په اندازه دا سفینه به د ۲۰۲۳ میلادي کال د سېپټمبر په ۲۴مه د امریکا د اوتا ایالت په یوه دښته کې راکښته شي او د بېنو د اسمان تېږې نمونې به له ځان سره راوړي.