د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس وایي، په افغانستان کې وروستیو بوګنونکو تروریستي بریدونو ته په پام اروپایي ټولنې ته دا مسئله خورا مهمه ده چې دا هېواد او حکومت یې د دې ټولنې د ملاتړ په دوام حساب کولی شي، خو په دې شرط چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.
ښاغلي ماس زیاته کړه: "دا مهمه نه ده چې په راتلونکي کې کنټرول د چا په لاس کې دی، خو اروپایي ټولنې تل په افغانستان کې مسوولینو ته دا خبره واضح کړې چې هغه مرستې به چې موږ یې کوو، د هغو لاسته راوړنو له خوندیتوب سره تړلې وي چې په تېرو شلو کلونو کې مو ترلاسه کړي دي."
ماس وړاندې وویل، په افغانستان کې د دولت جوړونې، د ښځو د حقونو او د زده کړې په برخو کې لاسته راوړنې د قربانۍ وړ نه دي.
د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې په داسې حال کې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي، د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه په دې اړه چې څه ډول ډیپلوماتیک حضور په دې هېواد کې ساتلی شي؟ او څوک به یې امنیت نیسي؟ پر لارو چارو غور کوي.
د راپور له مخې دا ټولنه لېواله نه دي چې داسې وانګېرل شي چې ګواکې افغانستان یې پرېښود.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې باید ټول امریکایي سرتیري د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.
د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو ځواکونه به هم چې د ټرانسپورټ او لوژستیکي چارو په برخو کې تر ډېره پر امریکایي ځواکونو متکي دي، ورسره یوځای وځي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې، خو اوس دوی ته په کار ده چې د رامنځته کېدونکي وضعیت لپاره ځان چمتو کړي.
The foreign ministers from all EU member states usually meets at least once per month, in the Foreign Affairs Council (FAC). The meeting is chaired by the EU%27s foreign policy chief @JosepBorrellF & as the FAC convenes today, the situation in Afghanistan will be discussed. pic.twitter.com/yBcvJkMEhF
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) May 10, 2021
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او دا واضح ده چې کله امریکایي ځواکونه له دې هېواده ووځي، د اروپایي ټولنې ځواکونه به هم ونه شي کړای چې هلته پاتې شي.
د جرمني دفاع وزارت له امریکا پرته د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د ځواکونو د وتلو لپاره د جولای ۴مه نېټه وړاندیز کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، ټولې هڅې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې د سولې روانه پروسه یوې نتیجې ته ورسېږي.
د هغه په وینا یوازې یو سوله ییز جوړجاړی کولی شي چې د یوه امن لرونکي افغانستان راتلونکې ډاډمنه کړي.