امریکا: طالبان دې ۳ ورځنی اوربند وغځوي

ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالبان

د امریکا متحدو ایالاتونو د طالبانو له خوا د درې ورځو لپاره د اوربند د اعلانولو هرکلی وکړ او له دې ډلې یې وغوښتل چې هغه وغځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه (د غويي ۲۰مه) په واشنګټن کې وویل، له طالبانو او له افغان مشرانو غواړي چې په جدي توګه د سولې په پروسه کې ښکېل شي، څو دا مسئله یقیني شي چې د افغانستان خلک په راتلونکي کې د ترورېزم له شره خلاص او له بې مفهومه تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

ښاغلي پرایس دغه راز وویل چې متحده ایالات په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د شنبې د ورځې خونړۍ برید چې لسګونو زده کونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، غندي خو دا هم څاري چې څوک د دې برید مسوول دي.

پرایس زیاته کړه، تر دې مخکې د دا ډول حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.

طالبانو هم دغه برید غندلی او په هغه کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند په غبرګون کې د افغانستان حکومت هم له خپله اړخه ورته اوربند اعلان کړی دی.