نتانیاهو : د توغندیو په توغولو حماس سره کرښه تر پښو لاندې کړې

ارشیف، پر بیت المقدس څو توغندي وتوغول شول

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو حماس ډلې ته خبرداری ورکړ چې پر بیت المقدس د توغندیو په ویشتلو سره یې سره کرښه تر پښو لاندې کړې ده.

پر بیت المقدس څو توغندي پرون دوشنبې (د غويي ۲۰مه) وروسته له هغې وتوغول شول چې د الاقصی جومات ته نژدې د اسراییل د پولیسو او د فلسطیني معترضانو ترمنځ اخ او ډب له څو ورځو راهیسې دوام لري.

په دغو له تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې په سلګونو فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د حماس له خوا د توغول شويو توغندیو په ځواب کې د اسراییل پوځ په غزه کې پر یو شمېر هغو ځایونو چې ګومان کېږي دغه توغندي به ترې توغول شوي وو، هوایي بریدونه وکړل.

د فلسطین روغتیایي چارواکو په غزه کې د ۹ ماشومانو په ګډون د شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په وژل شوېو کې د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۷ تنه غړي ښودل شوي دي.

فرانس پرېس اژانس دغه راز د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله خبر ورکړی چې وایي، د حماس یو جګ پوړی قوماندان هم په وژل شوېو کې شامل دی.

د اسراییل صدراعظم وویل، تروریستي ډلو له غزې د بیت المقدس د ورځې په ماښام پر دې ښار توغندي وویشتل او سره کرښه یې تر پښو لاندې کړه.

نتانیاهو زیاته کړه، اسراییل به ورته په پیاوړي ځواک ځواب ووایي.