عبدالله او باجوه د سولې د معنی لرونکو بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د سولې د معنی لرونکو بین‌الافغاني خبرو پر پیل خبرې کړې دي.

د دوی ترمنځ نن په کابل کې د سپېدار ماڼۍ دننه ملاقات شوی دی.

ښاغلي باجوه ویلي، د افغانستان د ستونزې یوازنی حل یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل او ټاکنې دي.

د راپورونو له مخې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز هم کابل ته د ښاغلي باجوه د سفر ملګری دی.

دا خبره په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال د خپلو سرچینو په حواله وکړه.

معلومه نه‌ده چې دغو پوځي چارواکو له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي او که نه.