د پاکستان لوی درستیز او د بریتانیا د پوځ مشر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي

د پاکستان لوی درستیز او د بریتانیا د پوځ مشر

د پاکستان او بریتانیا لوړپوړي پوځي مشران په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي دي.

د ارګ دوو باوري سرچینو ازادي راډیو سره خبرو کې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سفر تأیید کړی، خو د بریتانیا د پوځ د مشر سفر لا رسمي نه‌دی تأیید شوی.

په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال طاهر خان وایي، له ښاغلي باجوه سره د کابل په سفر کې د بریتانیا د پوځ مشر هم ملګری دی.

طاهر خان د خپلو سرچینو په حواله وایي، بریتانیا هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه کولو کې منځګړیتوب وکړي.

ښاغلی طاهر خان زیاتوي: "زموږ چې څه معلومات دي، بریتانیا غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌اعتمادي او بې‌باوري ختمه شي چې د دواړو هېوادونو همکاري زیاته شي، دا معلومات دلته د بریتانیا له‌خوا اسلام‌اباد کې خپاره شوي، د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې (ای.اس.پي.ار) یوه اعلامیه خپره کړې چې د پاکستان د پوځ مشر او د بریتانیا د پوځ مشر غونډه هم کړې ده."

کابل ته د پاکستان او بریتانیا د پوځي مشرانو له سفره یوه ورځ وړاندې طالبانو د اختر درېیو ورځو لپاره اوربند اعلان کړ.

بل لور ته په دې وروستیو ورځو کې د جګړې لیکې ډېرې تودې شوي او دا جګړه پر ښکېلو خواوو سربېره ملکیانو ته هم دروند زیان اړوي.