پروان کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۵ تنه ووژل او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان دي

ارشیف، پروان کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي پولیس

په پروان کې د ځایي چارواکو په خبره پر عامو خلکو دوه چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۵ تنه په‌کې وژل شوي او شااوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

لومړنۍ چاودنه له غرمې مخکې د شېخ علي ولسوالۍ د اوسېدونکو د سپرلۍ پر کاسټر موټر شوې چې درې تنه په‌کې وژل شوي او یوه مور او زوی د چاودنې څپې سیند ته ګزار کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وایي، سیند څپانده دی او تر اوسه د مور او ماشوم جسدونه هم نه‌دي پيدا شوي.

پر کاسټر دې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړي هم دي. د سپرلۍ دا موټر له چارېکارو غوربند درې ته پر لاره و چې د سیند یوه پله ته په رسېدو پر خښ شوي ماین وخوت.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر محمد صادق هاشمي وایي، کله چې خلک د لومړنۍ چاودنې ځای ته نږدې شول، بله چاودنه شوې چې نهه تنه‌یې ټپیان کړي دي.

تر اوسه د دغو ماین چاودنو انګېزه نه‌ده معلومه او مسؤلیت‌یې هم کومې ډلې نه‌دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې تېره شپه د سپرلۍ پر ۴۰۴ موټر دوه غبرګې چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۱۱ تنه‌یې ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.