د ملي مصالحې عالي شورا: لنډمهاله اوربند اساسي او دایمي حل لاره نه‌ده

ارشیف، د ۲۰۱۸ کال د اختر په ورځو کې یو شمېر طالب جنګیالي د اوربند پر مهال په ځينو سیمو کې د ګرځېدو پر مهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل لاره نه‌ده.

دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین نه د وتلو لار د سولې د خبرو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.

په اعلامیه کې راغلي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې جګړه نه‌یوازې دا چې د حل لاره نه‌ده، بلکې لانجه نوره هم ژوروي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې بېرته د سولې خبرو ته وګرځي او دایمي اوربند وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شپه طالبانو د کمکي اختر د درېیو ورځو په مخه د اوربند اعلان وکړ.

د همدې اوربند په درشل کې بیا جګړه توده شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې پر دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته زیان اوړي.