انتونیو ګوترش له اسرائیل د زغم او سوله‌ییزو غونډو ته د درناوي غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسرائیل غوښتنه وکړه چې تر ډېره حده له زغم څخه کار واخلي او د سوله‌ییزو غونډو د ازادۍ حق ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند پرون یکشنبه وویل چې سرمنشي انتونیو ګوترش په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس او له خپلو کورونو د فلسطیني کورنیو د احتمالي اخراج په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده.

د فلسطیني مظاهره‌چیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.

دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده.

نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودان‌یې د ملکیت دعوه کوي.

پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.

د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس یکشنبه هیله وښوده چې په بیت‌المقدس کې روانې لانجې او نښتې پای ته ورسېږي.