زابل کې د مسافرو پر یوه ۴۰۴ موټر چاودنو ۱۱ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان دي

زابل کې د مسافرو پر ۴۰۴ موټر د چاودنو یو ټپي

د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د مسافرو پر یوه ۴۰۴ موټر د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته پېښه تأییدوي او وايي چې د دوشنبې په شپه شااوخوا دوه بجې د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت پر یوه ۴۰۴ موټر د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې دوو پرله‌پسې خښ شویو ماینونو چاودنه کړې ده.

د سیال په وینا دغه موټر له کابله-کندهار ته پر لاره وو.

زابل کې د مسافرو پر ۴۰۴ موټر د چاودنو یو ټپي

سیال وویل: "له بده مرغه د هېواد او سولې د دښمنانو له‌خوا د شهر صفا ولسوالۍ د پل سخته په سیمه کې د سړک غاړې دوه ځای پر ځای شویو ماینونو د مسافرو پر ۴۰۴ موټر چاودنې کړي چې له امله‌یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان شهیدان شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي."

بل‌خوا د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نظیر احمد حریفال ازادی راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي د زابل ولایتي روغتون او ټول ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته انتقال شوي.

د کندهار د میرویس روغتون مشر ډاکتر نعمت‌الله ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه د یوې وژل شوې مېرمنې جسد او ۲۷ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

زابل کې د مسافرو پر موټر د چاودنې یو قرباني

د ډاکتر نعمت‌الله په وینا په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ډاکتر نعمت وویل: "۱۱ ماشومان دي، څلور مېرمنې دي، ۱۲ نور نارینه دي او یو جسد د مېرمني چې وژل شوی راوړل شوي."

چارواکي که څه هم دغه پېښه د وسله‌والو طالبانو کار بولي، خو دغه ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.