کابل او لوګر کې د خونړیو بریدونو په خاطر سبا ملي ماتم اعلان شو

 د کابل په دشت برچي کې د شنبې ورځې خونړي برید د قربانیانو د خاورو ته سپارلو مراسم

د کابل په دشت برچي کې د شنبې ورځې او په لوګر کې د خونړي برید په خاطر افغان ولسمشر سې شنبه ملي ماتم اعلان کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه وویل چې د مړو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې په ورځ د ملي ماتم او سراسري فاتحې اعلان کوي.

ښاغلي غني وویل: "په لوګر کې په بې‌ګناه محصلینو او په کابل کې پر معصومو زده‌کوونکو د ترهګریزو بریدونو د شهیدانو د درناوي لپاره د همدې اوونۍ سې شنبې ورځ د ملي ماتم اعلان کوم. د دې غمجنې پېښې د شهیدانو د روح لپاره به د ارګ په جامع جومات، ټولو دولتي ادارو او ولایتونو، ټولو جوماتونو او تکیه‌خانو او د هېواد په بهرنیو استازولیو کې د فاتحې او دعا مراسم ترسره شي."

ولسمشر غني همداراز وویل چې د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو سره به نغدي مرستې وشي او هم به د دشت برچي د سیمې د خلکو د امنیت لپاره د سیمې له خلکو په سلا هڅې وشي.

د شنبې په ورځ په دشت برچي سیمه کې سیدالشهدا نجونو ښوونځي مخ ته په موتر بم حمله کې د رسمي شمېرو له مخې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دی.

روېټرز اژانس بیا د افغان چارواکو په حواله ویلي چې تر یکشنبې ناوخته د مړو شمېر ۶۸ او د ټپيانو ۱۶۵ ته پورته شو.

افغان چارواکو طالبان په دې برید کې ښکېل بللي، خو طالبانو بیا هر ډول ښکېلتیا رد کړې.

تر دې مخکې د کابل په لوېدیځ سیمه کې د اکثرو خونړیو بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی.