د افغانستان جمهور رئیس د دشت برچي او نورو خونړیو پېښو په غبرګون سې شنبه ملي ماتم اعلان کړی او تر څنګیې طالبان ګواښلي.
ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام له ارګ ماڼۍ د خپلو دوو مرستیالانو په ګډون یو وېډیويي پيغام ورکړ.
ښاغلي غني وویل: "په داسې حال کې چې عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدلو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنتیا تازه کوم. طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې خپلو شومو اهدافو ته نهشي رسېدلی او که چېرې زموږ د بېګناه خلکو له وژلو لاس وانهخلي، نهیوازې د هغوی پر وړاندې به د خلکو نفرت لا زیات شي، بلکې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره سیمه او ګوټ کې سخت وځپل شي."
طالبانو د دشت برچي په خونړۍ موټر بم حمله کې لاس لرل رد کړي او هغهیې غندلې ده.
افغان ولسمشر بیا په خپله پرونۍ وینا کې وویل چې د ده په خبره "جهل او تیارو" ډلې کله د طالب او کله د داعش په نوم د افغانستان خلک وژني.
د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي مخ ته وړمه ورځ د زدهکوونکو د رخصتۍ پر وخت موټر بم برید وشو، په دوامیې دوه نورې چاودنې هم شوي. د کورنیو چارو وزارت یکشنبه اعلان وکړ چې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپيان دي.
روېټرز خبري اژانس د افغان چارواکو په حواله چې د نوم د نهاخیستو شرطیې یې ایښی راپور ورکړی چې د مړو شمېر تر یکشنبې ناوخته ۶۸ او د ټپیانو ۱۶۵ ته پورته شوی دی.
ټپیان چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته یوړل شوي له درده کړېدل. یوه هم زهرا وه چې روېټرز سره په خبرو کې یې د سترګو لیدلی حال بیاناوه.
زهرا وايي: "زه له خپلې صنفۍ سره وم. صنفۍ مې شهیده شوه. ۱۰ دقیقې وروسته څو چاودنې وشوې. شور ماشور، وینې وې هېڅ شی مو سم نهشو لیدلی."
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دشت برچي د دې خونړۍ حملې په غبرګون د سمدستي اوربند ټینګښت غوښتی. ترڅنګیې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د وژنو پوښتنه دې وکړي او د یوه ځانګړي ټیم په ګمارلو سره دې د دغسې لویو خونړیو بریدونو د عاملینو په پېژندلو کې پوره هڅه وکړي.
د کمېسیون په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتل شوي چې د دغسې وژنو د تکرار د مخنیوي لپاره د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.
۱. بر اثر انفجار در نزدیکی در ورودی مکتب سیدالشهدا در ناحیه سیزدهم شهر کابل، دهها دانشآموز کشته و زخمی شدهاند، کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان ضمن همدردی با خانوادههای قربانیان، این حمله جنایتکارانه را شدیداً محکوم میکند.
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) May 8, 2021
د دغه برید په اړه د زرګونه عامو افغانانو په تُندو غبرګونو او غندنو سربېره لسګونه افغان او بهرنیو چارواکو، فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو دا برید غندلی او اکثرو یې په طالبانو غږ کړی چې د خلکو له وژنو لاس واخلي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جرمونو نړیوالې محکمې ته تللی د محکمې له څارنوالې غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو پیل د همدې دشت برچي له وروستۍ خونړۍ حملې وکړي.
ښاغلي اتمر یکشنبه له هاګه په یوه انلاین کنفرانس کې د ګڼو نورو مسئلو ترڅنګ د دشت برچي د پېښې په اړه وویل: "د دشت برچي له دغه جنایته، مېرمن بنسودا (فاتو بنسودا) چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنواله ده، سخته متأثره شوه. موږ وویل افغانستان حاضر دی چې له تاسو وغواړي چې موږ سره په ګډه کار وکړئ او د خپلو ګډو څېړنو پیل هم د دشت برچي له همدې پېښې وکړو څو په دې ترتیب د دغه جنایت مرتکبینو ته دا پیغام ورسېږي چې تاسو به د قانون له منګولو لیرې پاتې نهشئ."
۱. بهرنیو چارو وزیر، اتمر: سوله هرومرو غواړو، د دې جنایتکارانو محکمه هم هرومرو غواړو. هرڅه مو چې کړي دي بیا فکر ورباندې وکړې، دا جنایات به مو محکمې ته کش کړي. ستاسې مسولیت دې چې دا جنایات ودروۍ. که په دوحه او یا پاکستان کې یاستی، مسولیت تاسې ته درګرځي. @MHaneefAtmar pic.twitter.com/qzCzCSUvD8
— Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) May 9, 2021
په افغانستان کې له څو اوونیو راهیسې لویو بریدونو او جګړو زور اخیستی دی.
په هلمند کې د تېرې اوونۍ پراخې جګړې چې زرګونه کورنۍ یې کډې ته مجبوره کړې، په لوګر کې په محصلینو باندې لویه چاودنه او وروستی هم د دشت برچي خونړی برید د تاوتریخوالي د بېساري لوړېدو لویې بېلګې یادېږي.
تاوتریخوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له رسمي پيل سره یوځای په زیاتېدو شو.
وسلهوالو طالبانو سره له دې چې د لوګر او برچي په خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو دې ډلې د بهرنیو ځواکونو په ځنډ وتل د دوحې د تړون سرغړونه یاده کړې وه او ګواښیې کړی و چې د جنګیالیو لپارهیې د هر ډول اقدام لار خلاصه ده.