وسله‌والو طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبانو اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې خپل بریدونه دروي.

د دې ډلې له‌خوا یکشنبه ناوخته د اختر د درېیو ورځو د اوربند په عنوان یوه اعلامیه خپره شوې.

په اعلامیه کې د طالبانو مشرتابه په خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې هېوادوالو ته د امن او ډاډ فضا برابره کړي او د اختر له لومړۍ تر درېیمې د افغان ځواکونو په وړاندې هر ډول تعرضي عملیات ودروي.

د دې ډلې په اعلامیه کې دا هم راغلي چې که په طالبانو برید وشو له ځان به دفاع وکړي.

د طالبانو او افغان حکومت له‌خوا تېرو اخترونو کې د اوربند جلا اعلانونه څو وار مخکې هم شوي، خو له پیل سره سم مات شوي. یوازې یو وار په ٢٠١٨ کال کې دواړو خواو سراسري اوربند کړی و چې له امله‌یې زرګونه طالبان ان د کابل تر ښاره راغلل او برعکس افغان حکومتي کارکوونکي او پوځیان د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپلوانو لیدو ته ورغلل.

افغان حکومت لاتر اوسه سږکال د اختر په مخه د اوربند اعلان نه‌دی کړی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د طالبانو د اوربند د اعلان په غبرګون وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل لاره نه‌ده.

دغې شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له اوسني ناورین نه د وتلو لار د سولې د خبرو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي.

په اعلامیه کې راغلي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې جګړه نه‌یوازې دا چې د حل لاره نه‌ده، بلکې لانجه نوره هم ژوروي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو غوښتي چې بېرته د سولې خبرو ته وګرځي او دایمي اوربند وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شپه طالبانو د کمکي اختر د درېیو ورځو په مخه د اوربند اعلان وکړ.

د همدې اوربند په درشل کې بیا جګړه توده شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې پر دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته زیان اوړي.

طالبانو داسې وخت اوس د اختر په درېیو ورځو کې د ځان له‌خوا د اوربند اعلان کړی چې افغان ولسمشر یکشنبه ماښام دا ډله وګواښله که له بریدونو لاس وانه‌خلي د افغان ځواکونو له‌خوا به "وځپل" شي.