د لوګر خونړۍ پېښه؛ د قربانیانو کورنۍ: اختر ته د تیاري پرځای په فاتحو بوخت یو

د لوګر ازره کې د اکبرخیل جومات

د نهه ورځو په تېریدو لا هم د لوګر د موټر بم چاودنې د قربانیانو د فاتحې مراسم نه دي خلاص شوي او هره ورځ لسګونه کسان هغه کلي ته ورځي چې ځوانان او مشران یې د مې په لومړۍ نېټه د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم په برید کې ووژل شول.

د پېښې نږدې ټول قربانیان د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو کلي اوسیدونکي دي.

۳۶ کلن عبدالرحمن چې د دې برید ډېری قربانیان یې خپلوان او نږدې دوستان دي وایي، په کلي کې یې اوس هم ویر او ژړا نه ده غلې شوې او له خلکو د اختر لپاره تیاری هېر شوی دی.

دی وايي: "موږ شکر مسلمانان یو، اختر باید ولمانځو خو خلک اختر ته جامې او نور تیاری کوي، موږ لګیا یو، قبرونه جوړوو، فاتحې کوو، په قبرونو بیرغونه او جنډې دروو."

عبدالرحمن زیاتوي، په کلي کې یې یوې مېرمنې په پېښه کې په وژل شوي خاوند پسې ځان وژنه وکړه او همدا راز داسې کورنۍ هم شته چې په کور کې یې نارینه نه دی پاتې شوی.

لوګر کې د فاتحې مراسم

د ازرې ولسوالۍ یو تن مدني فعال احمد نېکزاد د لوګر ځايي اداره او د افغان ځواکونو مسوولین ګرموي چې تېرو دوو لسیزو کې یې د لوګر د مرکز پل علم او د ازرې ولسوالۍ تر منځ د لارې امنیت یې نه دی خوندي کړی.

نېکزاد زیاته کړه: "له ۱۸ کلونو راهیسې دغه لاره د دولتي اراکینو پرمخ تړل شوې او نوي سلنه خلک پرې تګ راتګ نه شي کولی، بار-بار یې د دې لارې د خلاصون غوښتنه کړې، خو تراوسه بنده ده او دغه قرباني چې موږ په مرکز کې ورکړه او لا یې ورکوو دا ټول د دې لارې د بندښت له امله دي."

که څه هم د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د یادې لارې د امنیت په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه، خو پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، د لارې د امنیت لپاره یې د لوګر له ځایي چارواکو سره په همغږۍ امنیتي پلان جوړ کړی چې ډېر ژر به یې عملي کړي.

د لوګر د ازرې د اکبرخېل جومات

ښاغلي مومند زیاته کړه: "د لوګر پُل علم او ازرې ولسوالۍ د امنیتي ستونزې د دایمي حل لپاره د لوګر ولایت نظامي کمېسیون په پلان کې لري چې د لارې په اوږدو کې پوستې او بېزونه جوړوي او دا لاره به راتلونکې کې د هر ډول ترافیکو پرمخ خلاصه وي."

داسې مهال چې په لوګر کې د شوي موټر بم برید د قربانیانو د کورنیو اوښکې نه دي وچې، تازه د کابل په لویدیځ کې د یوه ښوونځي مخې ته بمي چاودنو لسګونه کسان چې زیاتره یې د ښوونځي زده کوونکي وو مړه او ټپیان کړي او د کوچني اختر په درشل کې یې لسګونه نورې کورنۍ هم د ویر په ټغر کینولې.