اروپایي ټولنه: د کابل د دشت برچي پېښې له عاملینو سره دې حساب وشي

د دشت برچي د پېښې یو قرباني

اروپایي ټولنه وایي، د کابل د دشت برچي سیمې د پرونۍ (شنبه-د غويي ۱۸مه) خونړۍ پېښې له عاملینو سره باید حساب کتاب وشي.

دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې دا برید له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه بللې او ویلي یې دي، هغه څوک چې دا کړنه توجیه کوي، باید د "بشپړ شرم" احساس وکړي.

دغې ټولنې ویلي، دوی تل افغانستان کې د داسې سملاسي اوربند غوښتنه کوي چې د یوه سیاسي جوړجاړي له لارې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، دې پیښه کې له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي دي.

بېلابېلو نورو ادارو دا برید غندلی. یونسف بیا ویلي ښونځیو ته نژدې دا ډول بریدونه په هیڅ ډول د منلو نه دي.

د پيښې مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی، خو حکومتي چارواکي د ځینو تېرو ورته بریدونو په څېر طالبان ګرم بولي.