دشت برچي کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول؛ نن په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول

د دشت برچي د چاودنو له امله د وژل شویو خلکو د جنازې مراسم

په کابل کې د تېرې ورځې د چاودنو د قربانیانو کورنیو او خپلوانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نن یکشنبه د خپلو عزیزانو مړي خاورو ته وسپارل.

دغه جسدونه د کابل د لويدیځ په عمومي هدیره کې د جنبش روشنایي د قربانیانو ترڅنګ په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د قربانیانو کورنیو له رسنیو سره په خبرو کې پر حکومت تُندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومت د خلکو پر ځانګړې ډول د ښوونیزو مرکزونو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

د قربانیو د کورنۍ یو غړی محمد حسین رجبي ازادي راډیو ته وویل: "دا یو لوی ناورین او وحشیانه عمل وو، قتل عام وو او داسې ناورین وو چې په اړه یې هېڅ نه شم ویلی، اوس ویل کېږي چې پنځوس تنه وژل شوي دا دروغ دي زموږ ډیری شهیدان ورک دي او تر اوسه مو نه دي موندلي."

د کابل په لویدیځ کې د چاودنې له امله یوه ټپي زده کوونکې روغتون ته وړل کیږي

د قربانیانو د یوې بلې کورنۍ غړې صدیقه رحا حسیني وویل: "نن شپه زموږ د ژوند تر ټولو ترخه توره او بده شپه وه چې د خپلو سلو عزیزانو جسدونه مو په اوږو خاورو ته وړل، د داسې حملو مسوول حکومت دی، دوی نه غواړي چې زموږ امنیت خوندي کړي، د کابل لویدیځ هره ورځ همداسې پېښو سره مخ دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د پرونۍ (د غويي ۱۸مه) چاودنې د قربانیانو شمېر څه باندې پنځوسو تنو ته رسیدلی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل: "وروستۍ شمېرې ښیې چې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. ښایي دا شمېرې هم بدلې شي، ځکه د شپې تر ناوخته پورې مړي او ټپیان انتقالېدل. دا د طالبانو لوی جنایت او نه بښونکی عمل دی."

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم د دغو حملو مسوول طالبان بللي دي او په یوه اعلامیه کې یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې جدي اقدمات وکړي.

که څه هم افغان حکومت د دې حملو مسوول طالبان بللي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرونۍ حمله غندلې او دا یې د هغو کسانو کار بللی چې د ده په وینا: "د کابل ادارې تر وزرو او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليت کوي."

په ورته وخت کې د طالبانو مشر ملا هېبت الله په هغه اختریز پیغام کې چې نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) یې خپور کړی لیکلي، باید په جګړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پام وشي.

دغه پیغام کې ویل شوي چې طالبان د ملکیانو د خوندیتوب لپاره یو کمېسیون لري او باید د جګړې بل لوری 'افغان حکومت' هم دې موضوع ته جدي پام وکړي.

په دغه پیغام کې یو ځل بیا د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار شوی او ویل شوي که امریکا په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو د راتلونکي مسوولیت به د هغه هېواد په غاړه وي.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښوونځي۷ هزار زده کوونکو په درېیو شفټونو کې زده کړې کولې چې د دویم شفټ پر مهال چاودنه شوې خو دغه وزارت د دويم شفت د زده ګوونکو شمېر ونه ښود.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل په لوېديځ کې یو ښوونيز مرکز په نښه کېږي تر دې وړاندې هم د مهدي موعود په نوم د یو تعلیمي مرکز پر زده کوونکو چاودنه شوې وه چې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

  • غبرګونونه

د کابل په ۱۳مه امنیتي حوزه، دشت برچي سیمه کې سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونیو (د غويي ۱۸مه) درېیو چاودنو د یو شمېر نړیوالو او کورنیو سازمانونو او هم غبرګونونه هم پارولي دي.

دغه چاودنې د زده کوونکو د رخصتۍ پر مهال وشوې چې یوه په کې موټربم چاودنه وه چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) د یو بیان په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې او لیکلي چې د ښوونځیو په شااوخوا کې تاوتریخوالی او حملې نه بښونکی عمل دی او ټینکار شوی چې ښوونځي باید خوندي او داسې ځایونه وي چې ماشومان په کې بشپړ امنیت ولري.

د یونېسف اجرايي رییسې، هنریټا فور بیانیه په بیان کې ویلي، هغه وحشیانه برید په کلکو ټکو غندو چې د کابل ښار په دشت برچي کې د سید الشهدا لېسې مخې ته وشو او دغه برید د ګڼ شمېره زده کوونکو ماشومانو ژوند واخیست.

یونېسف یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د خپلو موخو لپاره له ماشومانو کار ونه اخلي او نړیوالو بشري حقونو او انسان دوستانه قوانینو ته ژمن پاتې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم د کابل دشت برچي سیمه کې پرونۍ چاودنې بې رحمانه عمل بللي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا حمله وحشیانه عمل بللی او په ټویټر کې لیکلي چې د نجونو د یوه ښوونځي په نښه کول، په واقعیت کې د افغانستان پر راتلونکې حمله ده.

همدارنګه په کابل کې د بریتانیا سفارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ، د امریکا سفارت او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو او پېژندل شویو څېرو او شخصیتونو هم د کابل پرونۍ خونړۍ پېښه په کلکه غندلې ده.