پر نازي د پخواني شوروي اتحاد د بري کلیزه؛روسیې نن پوځي ځواک نندارې ته کېښود

پر جرمني نازي د پخواني شوروي اتحاد د بري کلیزه نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) په ټوله روسیه کې ونمانځل شوه، خو اصلي مراسم یې د مسکو په سره میدان کې د پوځي پرېډ په بڼه ترسره شول.

دغه پوځي پرېډ کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پوځ سابقه لرونکو جنرالانو او افسرانو یې ننداره کوله، شااوخوا ۱۲۰۰۰ سرتیرو او نژدې دوه سوه پوځي درنو وسایطو په کې برخه اخېستې وه او الوتکې او هلیکوپټرې هم یې پر سر تېرې شوې.

ولسمشر پوتین چې له دوو لسیزو راهیسي واک ته رسیدلی، د ولسمشر یا د صدراعظم په توګه یې تل هڅه کړې چې د پخواني شوروي اتحاد د تېرو ویاړونو یا سمبولونو په بیا ښکاره کولو د هېواد پالنې روحیه پیاوړې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

پوتین پر جرمني نازي د متحدینو د بري د ۷۶ کلیزې د نمانځلو په مناسبت وینا کې ژمنه وکړه چې روسیه به د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي او هغه څه یې چې نوموړي له روسیې وېره وبلله، وغندل.

پوتین زیاته کړه چې د خپلو ملي ګټو به په کلکه دفاع وکړي، څو د خپلو خلکو امنیت یې خوندي شي.

سږ دغه پوځي پرېډ داسې مهال ترسره کېږي چې واکمن د متحدې روسیې ګوند په سېپټمبر میاشت کې پارلماني انتخابات په مخ کې لري او نظر شمېرنې ښیي چې د کریملین پلوي دغه ګوند څخه ملاتړ په سلو کې ۲۷ ته راکم شوی دی.

دغه راز له لویدیځ سره هم د روسیې اړیکې تر بل هر وخت زیات کړکېچن شوي.

د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالنۍ نه رانیولې او په اکراین کې د دې هېواد د مداخلې په ګډون یو شمېر نور موضوعات د کړکېچ د زیاتوالي اصلي لاملونه بلل کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په وروستیو میاشتو کې د غچ اخېستونکو اقداماتو په ترڅ کې یو د بل ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل.

په دې اړه نور: روسیه: له ۱۰ امریکایي ډيپلوماتانو به وغواړو چې له هېواده ووځي

د ډیپلوماټانو پر سر ورته شخړه د مسکو او د اروپایي ټولنې د یو شمېر غړیو ترمنځ هم رامنځته شوې ده.

روسیې پر جرمني نازي د پخواني شوروي اتحاد د بري د کلیزې په مناسبت په پوځي پرېډ کې خپل ځواک داسې مهال نندارې ته کېښود چې دې هېواد په دې وروستیو کې څه باندې سل زره ځواکونه د اوکراین پولې سره نژدې او په کریمیا ټاپو وزمه کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال یې لاندې کړې، ځای پرځای کړي وو.

د ځواکونو دغه ځای پرځای کیدا په لویدیځ کې د مسکو پر نیت د خطر زنګ کړنګولی دی. روسیې که څه هم ډېر شمېر ځواکونه بېرته په شا کړي، خو یو شمېر پوځي وسایل او تجهیزات یې ترشا پریښي او هم په توره بحیره کې د سمندري ځواکونو تطبیقاتو ته دوام ورکوي.