فلسطین کې مظاهرې؛ اسرائیل د شخړو مخنیوي ته امنیتي تدابیر شدید کړل

آرشیف، فلسطین کې مظاهره چیان

اسرائیل ویلي، له فلسطیني مظاهره چیانو سره د نورې شخړې د مخنیوي لپاره یې امنیتي تدابیر پرون شنبه(د غويي ۱۸مه) شدید کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د شخړو پر مهال تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو ټپي کېدو اندېښنې زیاتې کړې.

د اسرائیل د پولیسو کمېشنر یاکوف شبتي وویل، پرون شنبه د لیلة القدر یا د قدر شپې په درشل کې په بیت المقدس کې اضافي امنیتي ځواکونه وګمارل شول.

شبتي په یوه اعلامیه کې وویل، خلک به د مظاهرې حق لري، خو بلوا به سخت ځواب شي.