لوګر چارواکي: ماین چاودنې ۴ پاڅونوال وژلي

آرشیف، د لوګر مرکزپل علم

د لوګر امنیه قومانداني وايي، په محمداغې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور ولسي پاڅونوال ووژل.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند، ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه پرون شنبه(د غويي ۱۸مه) ماسپښین د پاڅونوالو پر موټر شوې ده.

د ده په وینا په وژل شویو کې د ولسي پاڅونوالو مرستیال مشر هم شامل دی.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

بل خوا د میدان وردګ د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک ازادي راډیو ته وویل چې په چک ولسوالۍ کې موټربم چاودنې د ملي اردو ۱۲ سرتېري وژلي دي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکو په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.