د جګړې شدت؛ د سولې ولسي حرکت: ښکېلو غاړو! د بهرنیانو پاتېدو ته پلمې مه لټوئ

د سولې د ولسي حرکت غړي

په لوګر کې د سولې ولسي حرکت غړو د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال د جنګ له دواړو لوریو وغوښتل چې جګړه ودروي او د بهرنیانو پاتې کېدو ته دې پلمې نه لټوي.

د لوګر په مرکز پل علم کې د سولې ولسي حرکت غړي په هغه ځای کې راټول شوي، چېرته چې د مې میاشتې د لومړۍ ورځې په ماښام موټربم چاودنه وشوه.

د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خېبر وایي، دا او ورته نور بریدونه چې د بهرنیانو په وتلو سره زیات شوي، د دې ښکارندویي کوي چې د جنګ ښکېلې غاړې نه غواړي له هېواده بهرني ځواکونه ووځي او هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

ښاغلي خېبر زیاته کړه: "دا چې بهرني سرتیرو خپله بستره ور واخېستله، همدلته جګړه تېزه شوه، دا په دې معنی ده چې زه بېرته د امريکایي پښه ونیسم چې خدای ته وګوره مه وځه او دا په دې معنی چې امریکایي بېرته نړیوالې ټولنې ته ووایي چې دلته ترورېزم دی."

د سولې د ولسي حرکت غړي په لوګر کې اعتراضیه غونډه درلوده

د سولې ولسي حرکت مشر وایي، جنګ وسله والو طالبانو پیل کړی او اوسنی جنګ یې هېڅ قانوني او شرعي مشروعیت نه لري.

دا اعتراضیه ناسته که څه هم نن پای ته ورسېده، خو ګډونوال یې وایي، په کلیو او جوماتونو به خپلو ناستو او د عامه پوهاوي غونډو ته دوام ورکړي، څو خلک د سولې لپاره په یوه ټغر راټول کړي او د جنګ دواړه غاړې اوربند او سولې ته کینوي.

مولوي سیف الله حسنزي وویل: "له دې مجلسه دا پیغام نورو ځایونو ته یوسو، غاړې نه یې ونیسو، زارۍ ورته وکړو چې نور وس نشته، ماشوم مه یتیموئ، میندې مه بورې کوئ او ځوانې خویندې مو کونډې شي."

قومي مشرعبدالرحمن توکلي د لوګر په ټولو اوسیدونکو غږ وکړ چې د جنګ پر وړاندې ودریږي او نور چوپتیا پای ته ورسوي.

دی وايي: "که خپل درد، درد وګڼو او د خپل غم، خپل غم وګڼو، شخصي ګټې لېرې کړو او عامه ګټې ونیسو، نو دې ملک کې غم سبا نشته او سبا جنګ نشته."

په لوګر کې د سولې ولسي حرکت دغه ناسته وروسته له هغې کوي چې د مې په لومړۍ نېټه ماښام مهال د ازرې ولسوالۍ د خلکو په یوه مېلمستون موټر بم برید وشو چې له امله یې ۲۴ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.