د کابل ښار په یوه پلورنځي کې اورلګیدلی

آرشیف

د کابل ښار په څلورم مکروریانو سیمه کې نن شنبه (د غويي ۱۸مه) له غرمې وروسته په یوه پلورنځي کې اورلګېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل چې د اور وژنې ټیم د پېښې ځای ته رسیدلی او په وینا یې تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه لري.

دی وايي، له اور وژنې وروسته به پېښه وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کابل په شمالي دروازه کې د تیلو ټانکرونو اور اخیستی و چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.