کورنیو چارو وزارت: د کابل دشت برچي کې چاودنې ۲۵ تنه وژلي

ارشیف

د کابل ښار لویدیځ لور ته په دشت برچي سیمه کې یوې چاودنې ۲۵ تنه وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته شوې.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين رسنيو ته په استول شوي پیغام کې ويلي:"په نننۍ چاودنه کې تر دا مهاله ۲۵ کسه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي، خو د اوس لپاره د تلفاتو دا شمېرې د تغییر په حال کې دي."

هاخوا د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري رسنیو ته ویلي چې تراوسه ۲۵ تنه ټپیان د چاودنې له سېمې څخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې په سیمه کې درې چاودنې شوي.

وسله والو طالبانو پېښه غندلې او دا یې د منحوسو کړیو کار بللی دی.

د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.