معصوم ستانکزی وایي، طالبانو په روژې میاشت کې ګڼ خلک ووژل

ارشیف

د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، طالبانو په روژې میاشت کې ګڼ خلک ووژل.

ښاغلي ستانکزي پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دا تاوتریخوالی داسې مهال روان دی چې د روژې له راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم هیله دا وه چې طالبان به په جدیت سره د سولې لاره تعقیب کړي.

ده ویلي، ستره بریا په جګړه کې نه، بلکې په خبره یې د ولس په هوساینه کې ده.

له دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویلي و چې طالبانو یوازې په یوه اوونۍ کې پر افغانانو ۸۷۰ اته سوه اویا بریدونه کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بیا وایي، جګړه پر دوی تپل شوې. ده له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د دوی دایمي موقف دا دی چې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.