چارواکي: هلمند کې جګړو بې ځایه شوي کډوال بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

ارشیف، هلمند کې د جګړو یوه بې ځایه شوې کورنۍ

د هلمند چارواکي وایي، دغلته له تازه جګړې بې ځایه شوي کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هلمند د کډوالو مشر سید محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، دوی تراوسه یوازې له خپلو ولایتي سرچینو له بې ځایه شوېو سره مرسته کړې چې بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، شااوخوا زر کورنۍ همدې شپو ورځو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي او د ولایت نسبتاً خوندي سیمو ته یې پنا وړې ده.

له دې وړاندې خپله یو شمېر بې ځایه شویو ازادي راډیو ته ویلي چې له اقتصادي او ټولنیز اړخه په سخت حالت کې ژوند کوي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه په شااوخوا سیمو او څو ولسوالیو کې له تېرې شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.