د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي

د کابل په کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې د برېښنا پايې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي.

د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده.

تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی.

د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.