امریکا له افغانستانه د خوندي وتلو لپاره نورې بم غورځوونکې الوتکې ګمارلي

ارشيف، امريکايي «B-52» الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې نورې درانه بم غورځوونکې او جنګي جټ الوتکې ګمارلې دي.

د امریکا دفاع وزیر لوید استېن دا خبره پرون پنجشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه.

ښاغلي استین ویلي: "تر یوې اوونۍ لږه موده کېږي چې له افغانستانه د سرتېرو وتل له پلان سره سم روان دي."

ده زیاته کړې چې پر نړیوالو پوځیانو تر اوسه کومه مستقیمه حمله نه‌ده شوې.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره شپږ «B-52» ډوله لیرې واټنه بم غورځوونکې او ۱۲ «F-18» ډوله الوتکې ګمارل شوې دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۱مې به دوام کوي.

ښاغلي میلي ویلي، د دغو ځواکونو د وتلو د پروسې له پیل راهیسې وسله‌وال طالبان هره ورځ د افغان دولت پر اهدافو په اوسط ډول د ورځې له ۸۰ تر ۱۲۰ حملې کوي.