د نعمت روان وژنې ته د امرالله صالح غبرګون: طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان خبریال نعمت روان د وژنې په غبرګون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي "طالبانو یو بل ناوړه کار وکړ".

صالح نن سهار په خپل ټویټر دا خبره لیکلې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبان له ازادیو وېرېږي که هغه د بیان، فکر، انتخاب، ژوندانه یا د پوښتنې ازادي ده.

نعمت روان پرون د کندهار په ۱۴مه ناحیه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

طالبانو ویلي چې د روان په وژنه کې دوی لاس نه‌لري.

خو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر او د نعمت روان نږدې خپلوان دوا خان مینه‌پال د طالبانو ډله تورنوي چې له کلونو راهیسې په دغسې وژنو کې ښکېل دي.

نعمت روان پخوا له طلوع‌نیوز ټلوېزیون سره د خبریال او ویاند دنده مخته وړه او تازه په مالیې وزارت کې د مطبوعاتو امر ټاکل شوی و.