د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان او یو بل پولیس ووژل شول

ارشیف، لوګر کې یو شمېر افغان ځواکونه

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عبدالله او یو بل پولیس له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل د لوګر په مرکز پل علم کې دا نښته د چهارشنبې په ماښام وروسته له هغه وشوه چې طالبانو د عمر اباد سیمې پر پوسته برید وکړ.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د طالبانو له برید وروسته مرستندوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل.

د احمدي په وینا په نښته کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو هغه ونه‌ویل چې څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.