د نیمروز ولایت زرنج ښار کې ۲۸۶ کیلوګرامه تریاک ونیول شول

ارشیف، نیول شوي یو اندازه نشه‌یي مواد

په نيمروز ولایت کې تر ۲۸۰ کيلوګرامه ډېر ترياک ونيول شول.

د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره ځانګړو پوليسو د ثور مياشتې پر ۱۴مه نېټه په زرنج ښار کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۲۸۶ کيلوګرامه ترياک د پولیسو لاس ته ورغلل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو مدير پروېز سيستاني ازادي راډيو ته وويل: "په پام کې وه چې دا ترياک يوه ګاونډي هېواد ته قاچاق کړل شي."

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او ساتنې په تور څوک نه‌دي نيول شوي.