سپېس اېکس بالاخره 'سټارشیپ' توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

ارشیف، د سپېس اېکس د یوه توغندي ازموینه

سپېس اېکس وتوانېد په پنځم ځل هڅې د سټارشیپ توغندی په بریالیتوب سره وازمایي.

دا د هغې فضایي بېړۍ د جوړېدو لپاره یو بل ګام دی چې په پام کې لري سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي.

دغه راکټ چې «SN15» نومول شوی د مې پر پنځمه په تکزاس کې د سپېس اېکس له یوې اډې بوکا چیکا څخه وتوغول شو.

دا توغندی وتوانېد په شپږو دقیقو ازمایشي الوتنه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومتره مزل ووهي او بېرته په بریالیتوب سره ځمکې ته راشي.

د دغه توغندي پخوانۍ څلور ځله هڅې ناکامه شوې وې.

وروسته له هغه چې ناسا د سټارشیپ دا راکټ انتخاب کړ چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د رسولو لپاره وکارول شي، سپېس اېکس له ډېرو فشارونو سره مخامخ وو.

د سټارشیپ دا پنځمه بریالۍ ازموینه فضا ته د لومړني امریکایي الن شیپرډ د تګ له ۶۰مې کلیزې سره برابره ده.