خلیلزاد: که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني.

ښاغلی خلیلزاد د ازادي راډیو د تاجکستان له څانګې سره په دوشنبه ښار کې په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: "هېڅ هېواد چمتو نه‌دی، زموږ له بحثونو دا څرګنده شوه چې هېڅوک د جګړې او زور له لارې حکومت نه‌مني او مشروع‌یې نه‌ګڼي، داسې حکومت به منزوي وي."

خلیلزاد زیاته کړه، د امریکا هدف دا دی چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د ښاغلي خلیلزاد په خبره د طالبانو یو بل انتخاب په یوه ټول‌شموله حکومت کې ورګډېدل دي چې نړیواله ټولنه به‌یې ملاتړ وکړي او داسې حکومت به مشروع وي او نړیواله ټولنه به خپلو مرستو ته ورسره دوام ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې طالبانو د افغانستان هلمند او بغلان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.