بغلان چارواکي: د نهرین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بغلان ولایت

د بغلان چارواکي وایي، پر نهرین ولسوالۍ د طالبانو د پراخو حملو د په شا تمبولو په نتیجه کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له درېیو وسله والو سره وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تېره شپه له څو لورو د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مجید له درې نورو وسله والو سره ووژل شو او د طالبانو لس غړي ژوبل شول.

وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

وسله وال د بغلان پر نهرین ولسوالۍ دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د برکه ولسوالۍ یې ونیوله.

د برکه ولسوال وویل، د مهماتو او امنیتي پرسونل د کمښت له کبله له دغې ولسوالۍ په شا کېدو ته اړ کړای شوي وو.