دفاع وزارت: د هلمند روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمبار نه دی کړی

ارشیف، د مارجې ولسوالۍ یوه څنډه

د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ویل کېږي د هلمند په روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمباري کړې ده.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې اوس سل په سلو کې ټول پوځي عملیات افغان ځواکونه کوي.

تر دې مخکې فرانس پرېس اژانس د هلمند د یوه سیمه ییز مقام عتیق الله په نوم پرون چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) خبر ورکړی و چې د امریکايي الوتکو درنې بمبارۍ د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

دې اژانس د یوه امریکایي په نوم چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې خپل نوم نه دی اخېستی دا خبره تایید کړې چې امریکایي الوتکو بمباري کړې ده.

خو د هلمند د ولایتي شورا رییس عطا الله افغان ازادي راډیوته وویل چې امریکایي الوتکو په جګړو کې هېڅ برخه نه ده اخېستې: "د دوی الوتکې دلته د خپلې دفاع لپاره راځي چې دوی څه هدف لري، زموږ خلک ټکان لا نه اوري، خو طالبان د خلکو په کورونو ننوځي، مګر یو ټک یې هم زموږ د معلومات له مخې پر طالبانو نه دی کړی."

په هلمند کې له څلورو ورځو راهیسې جګړې سختې شوي دي چې په زرګونو کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.