پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه د پور تمه لري، خو دا صندوق جدي اصلاحات غواړي

د پیسو نړیوال صندوق له اسلام اباده غواړي چې د مالیاتو د راټولېدو په سیستم کې اصلاحات راولي

پاکستان تمه لري چې شپږ میلیارډه ډالر پور د پیسو له نړیوال صندوق څخه ترلاسه کړي او د خپلې بودیجې کسر پوره کړي، خو د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه په اقتصادي برخه کې د جدي اصلاحاتو غوښتنه کوي.

د پاکستان مالیې وزیر وایي، د پیسو له نړیوال صندوق سره یې خبرې پیل کړې دي چې د شپږ میلیارډه ډالرو پورونو شرایط اسانه کړي.

شوکت ترین وویل، کومې غوښتنې چې 'ای.اېم.اېف' کړي دي سخته دي.

د پيسو نړیوال صندوق 'ای.اېم.اېف' د دې پورونو له ورکړې سره په دوه زره نولسم کال کې مشروطه موافقه کړې وه.

د پاکستان مالیې وزیر د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ دا هم وویل چې اسلام اباد غواړي چې 'ای.اېم.اېف' څه اسانتیاوې راولي.

د پاکستان مالیې وزیر شوکت ترین

شوکت ترین تېره میاشت د پاکستان د مالیې وزیر په توګه وټاکل شو او دا په تېرو دوو کلونو کې د مالیې څلورم وزیر دی چې په پاکستان کې ټاکل کېږي. د رویټرز اژانس په وینا دا هغه موده ده چې د پاکستان اقتصاد د خرابېدو په لور روان دی.

د پاکستان مالیې وزیر د پیسو د نړیوال صندوق د پور د شرایطو په اړه وویل چې له اسلام اباده غواړي چې د مالیاتو د راټولېدو په سیستم کې اصلاحات راولي او د بودیجې د کسر لپاره لارې چارې ولټوي چې دا شرایط د ښاغلي ترین په وینا سخته دي.

د پیسو نړیوال صندوق تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان د 'ای.اېم.اېف' له غوښتنې سره سم تراوسه څو ځله د برېښنا د بېلونو بیې لوړې کړي دي.

د پاکستان د مالیې وزیر وویل چې خلک له انفلاسیونه په تنګ دي او د تعارفې د زیاتوالي ګنجایش نه شته.

د پیسو نړیوال صندوق

د پاکستان د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۲ کلونو د بودیجې د وړاندې کولو لپاره څو اوونۍ پاتې دي.

د پیسو نړیوال صندوق د مارچ په میاشت کې پاکستان ته د پنځه سوه میلیونه ډالرو پور ورکړه ومنله چې د دې هېواد له بودیجې سره مرسته وشي، خو دا هېواد چې دوه سوه شل میلیونه نفوس لري د اپریل په میاشت کې یې د بیو تورم ۱۱ اعشاریه یو فیصد ته ورسېد چې دا په تېرو ۱۱ میاشتو کې تر بل هر وخت لوړ دی.

پاکستان تېر کال صفر اعشاریه څلور فیصده اقتصادي وده وکړه او د راتلونکي مالي کال لپاره د درې فیصده ودې اټکل کوي، خو د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې ممکن د پاکستان داخلي ناخالص تولید یو اعشاریه پنځه فیصده وده وکړي او دې هېواد ته په کار دي چې د اقتصادي ودې هیلې راکمې کړي.