دي ډیپلومات: چين د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او سیمه کې يې خپل حضور زیات کړی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په لوګر کې د تېرې جمعې د ورځې بمي حملې ته اشاره کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره وشوه.

مقاله همداراز یادونه کوي چې یوه ورځ وروسته په کابل کې د پوهنتون یو پروفیسور په ډزو ټپي شو او په هماغه ورځ د کندهار پر هوايي ډګر راکټي حمله وشوه.

د مقالې لیکوال لیکي چې اوس‌مهال امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال‌اباد او کندهار پر هوايي لارو تکیه کوي او د دې هوايي لارې امنیت امریکا په لاس کې لري، خو د دوی سفر له خطره تش نه‌دی.

مقاله زیاتوي، څو لسیزې وړاندې کله چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د محمد نجیب‌الله حکومت که څه هم ضعیف و، خو تر دوه کاله زیاته موده‌یې دوام وکړ.

له دې سره د مقالې لیکوال پوښتنه کوي چې امریکا به د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته له افغان حکومت سره ملاتړ ته څومره موده دوام ورکړي؟

  • دي ډيپلومات

دي ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د چین د رول په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې چين د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په سیمه کې يې د «یو کمربند او یوې لارې» د پروژې له لارې خپل حضور زیات کړی دی. مقاله لیکي چې له همدې کبله چین په سیمه کې د ترورېزم په اړه اندېښنه لري.

مقالې په شانګهای پوهنتون کې د پاکستان د مطالعې مرکز د رئیس دو یوکانګ له قوله لیکلي چې د نورو هېوادونو په پرتله چین لا زیات لېواله دی چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او د ثبات پر لور وخوځېږي، خو اوس‌مهال په افغانستان کې تر ټولو لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.

ډیپلوماټ خپرونې د دو یوکانګ له قوله لیکلي چې په داسې حال کې چې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي، هېڅ هېواد باید له دې وضعیته د خپلې ګټې لپاره استفاده ونه‌کړي او په جیوپولیتیک سیالۍ کې ښکېل نه‌شي، بلکې ټول لوري باید د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

په مقاله کې لولو چې وايي دا به د پاکستان په ګټه وي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي او تر هغه مهاله چې په افغانستان کې ترورېستان فعاله وي، د مخدره موادو قاچاق به هم روان وي او په نتیجه کې به پاکستان زیان وویني.

مقاله لیکي چې په افغانستان کې د پاکستان لپاره د سولې له ګټو یوه دا ده چې که په افغانستان کې سوله راشي، ۱.۴ ملیونه افغان کډوال به وکړای شي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.