د کوچني اختر په رانږدې کېدو کابل ښاریان د توکو له لوړو بیو سرټکوي

ارشیف

کابل ښاریان د کوچني اختر په رانږدې کېدو په ښار کې د خوراکي موادو په ځانګړي توګه د وچو میوو له لوړو بیو شکایت لري.

دوی وايي چې د وچو میوې په ځانګړي توګه د بادامو، پستو او چهار مغزو په هره کیلو کې ان تر دوو سوو افغانیو زیاتوالی راغلی.

د کابل ښار اوسېدونکي ۳۲ کلن هارون ازادي راډیو ته وویل: "هټیوال د اختر له را رسېدو سره وچه مېوه ګرانه پلوري ان د یو کیلو بادامو بیه چې پخوا ۷۰۰ افغانۍ وه اوس یې په ۹۰۰ افغانۍ پلوري."

خو د کابل په منډوي کې د وچو ميوې یو پلورنکی محمد امین بیا وايي: "ځینې وخت بازار کې وچې مېوې ته تقاضا زیاته شي، نو دوی مجبور وي چې له نور ولایتونو یې را وغواړي چې زیاته کرایه پرې راځي، نو ځکه دوی يې هم یو څه په لوړه بیه پلوري."

کابل ښاروالۍ په خپلې وېبپاڼې لیکلي چې په ښار کې د بیو د کنټرول او څار هڅې په جدي توګه روانې دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.