کابل کې د امریکا سفارت کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو برید غندلی

ارشیف

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن د کابل په کلکانو کې پر روغتیایي کار کوونکو نننۍ برید غندلی او پر ملکیانو یې د حملو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې دغه چاودنه کې چې پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې تنه ټپیان دي.

ویل شوي چې په دې موټر کې د پنجشیر روغتیایي کار کوونکي سپاره وو.

طالبانو رسنیو ته په یوه استولي خبرپاڼه کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دې چې روغتیایي کار کوونکي یې د وسله والو له بریدونو مصؤن دي.

ښاغلي وېلسن په خپله ټویټر پاڼه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ملکیان باید په نښه شي، روغتونونه، روغتیایي کلینکونه او ښوونځي باید په نښه نه شي او افغانان باید له وېرې پرته ژوند وکړي.