امریکا: د ښځو حقونو د محدودویت برخه کې د طالبانو دریځ ثابت پاتې

ارشیف

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته به د ښځو شته لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ شي.

د امریکا د استخباراتو ملي شورا په خپل یوه راپور کې چې پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) خپور شو ویلي، طالبان لا هم د ښځو د حقونو د محدودولو په برخه کې په خپل ثابت دریځ پاتې دي.

دا شورا چې د امریکا د استخباراتي ټولنو د لوړې کچې یوه تحلیلي اداره ده وایي، که طالبان افغانستان کې ملي واک ترلاسه کړي، د ښځو هغه لاسته راوړنې به له پامه وغورځوي چې تېرو دوو لسیزو کې یې درلودې.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې له تعلیمه او کاره بې برخې وې او تر ډېره په کور ناستې ته اړ ایستل شوې وې.

دا اندېښنې داسې وخت مطرح کیږي چې د طالبانو مرکچیانو له دې وړاندې ویلي، ښځو ته 'د اسلام په چوکاټ کې' ټول حقونه ورکوي.