کابل کې د روغتیایي کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کابل په کلکانو ولسوالۍ کې د روغتیایي کار کوونکو د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه کې چې پر کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عملې دې موټر د پنجشیر ولایت روغتیایي کار کوونکي لېږدول چې نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) سهار شااوخوا ۷ بجې پرې د کلکانو پله په سیمه کې چاودنه وشوه.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم شوی.

سملاسي د پیښې مسولیت هم چا نه دی منلی.