د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي، له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي.
سید محمد رامین ازادي راډیو ته وویل، ډېرې کورنۍ د لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو له ځینو ساحو کډې کولو ته مجبوره شوې دي.
رامین زیاته کړه: "د جنګ او جګړو له کبله شااوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي چې د بولان د سیمې خلک دي، د ناوې ولسوالۍ د عینک سیمې خلک دي، د بست کلا، باباجي، بشران سیمې خلک هم بې ځایه شوي دي."
په ځینو نورو راپورونو کې د بې ځایه شوېو کورنیو دغه شمېر تر دې زیات ښوول شوی دی.
د هلمند چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو تازه حمله په ټوله کې پر مرکز لښکرګاه ښار متمرکزه وه چې تر ډېره حده په شا تمبول شوې ده.
خو د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان ویلي، د دغې حملې پر مهال چې د ښار پر امنیتي کمربندونو شوي، ځینې پوستې د وسله والو لاس ته ورغلي، ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
په دې اړه نور: امنیتي چارواکي: طالبانو له درې ورځو راهیسې په هلمند کې پراخې حملې پیل کړيد هلمند د ملي امنیت د ریاست مرستیال ډګر جنرال نظر علي واحدي پرون سې شنبه (د غويي ۱۴مه) رسنیو ته وویل چې لښکرګاه به هېڅکله د وسله والو طالبانو لاس ته ور نه شي.
واحدي وویل: "لښکرګاه به هېڅکله سقوط نه شي. تاسې ډاډه واوسئ دا غلچکي بریدونه دي. یا نغم (سمڅه) باسي، یا ماینونه ږدي، یا موټربم کوي یا هم انتحار. د مخامخ جګړې توان نه لري."
د هلمند والي هم ډاډ ورکړی چې د لښکرګاه د امن لپاره تازه دمه ځواکونه دغه ښار ته رسېدلي دي.
خو د هلمند اوسېدونکو چې د جګړو له پیله یې په ټولنیزو شبکو کې د (هلمند وژغورئ) په نوم کمپاین پیل کړی، د روان وضعیت له کبله اندېښنه ښوولې ده.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع چې د یوه پوځي کمېسیون په مشرۍ هلمند ته ورغلی، پرون په لښکرګاه کې وویل چې د تازه جګړو له کبله تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي چې ۸ تنه یې د دوی مهم قوماندانان دي.
بل خوا دفاع وزارت ویلي چې په وژل شوېو کې ۲۲ تنه یې د القاعده ډلې پاکستان وګړي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې په هلمند کې د القاعده شبکې د ۲۲ غړو وژل کېدل تبلیغات بللي او ویلي یې دي په هلمند کې د القاعده کوم غړی نه شته.
د وسلوالو طالبانو بل ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، د هلمند په تازه جګړو کې د دوی یوازې یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په هلمند کې روان وضعیت د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې شهرزاد اکبر اندېښنه هم پارولې ده.
هغې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په هلمند کې دا جګړه، کډه کېدل، لالهاندي، وېره او دا مصیبت به تر کله روان وي؟
هلمند. جنگ. کوچ. آواره گی. ترس. این مصیبت تا چه زمانی ادامه خواهد یافت؟ هر شب با سوگواری به خواب می رویم و هر روز با خبر تشدید جنگ بیدار می شویم. جهان مشغول سودای خود است و ما افغانها یا ناظر یا دخیل در جنگ و ویرانی سرزمین خود.چه زمانی خبر پیشرفت در گفتگوهای صلح را خواهیم شنید؟
— Shaharzad Akbar (@ShaharzadAkbar) May 4, 2021
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې د روان خونړي وضعیت مسوول وسله وال طالبان بللي چې د اوربند لپاره یې د هغې په خپره د خلکو غوښتنه نه ده منلې.
د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې ورته د خپلو ټولو ځواکونو ایستل ګران کار دی، خو دا پروسه به د سېپټمبر تر ۱۱مې بشپړه شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح پرون په ټویټر کې لیکلي چې طالبانو د ۲۰۲۰میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د یوې ثانیې لپاره هم خپل تاوتریخوالی او ترور نه دی درولی.
Since Feb 2020 Talibs haven%27t stopped violence & terror for a second. None.The notion that a spring offensive is pending is a mere propaganda. Talibs tried & are trying all they can to achieve their goals by means of bloodshed & spread of senseless fear.They achieved hatred only.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) May 4, 2021
د مې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د وسله والو حملو شمېر زیات شوی دی.
په تېرو څو ورځو کې له ارزګان، زابل، خوست، فاریاب، کاپیسا، بغلان، غزني، فراه او نورو ولایتونو هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي دي.