ارزګان کې خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د لوګر خونړۍ پېښه وغندله

ارزګان کې راوتلې مظاهره

په ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې خلکو د یوه لاریون په ترڅ کې د لوګر خونړۍ پېښه وغندله.

د دغه کسانو شمېر چې سلګونه ته رسېده نن سې شنبه (د غويي ۱۴مه) د ترینکوټ واټونو ته را وتلي وو او د جګړې پر ښکېلو خواوو یې غږ وکړ چې روانه جګړه پای ته ورسوي.

د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم برید چې ۲۴ تنه ملکیان یې ووژل او ۱۱۰ تنه نور یې ټپیان کړل، کورني او نړیوال غبرګونونه یې له ځان سره لرل.

د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.