تخار کې یوې ښځې له خپلو ۳ ماشومانو سره ځان وژنه کړې

د افغانستان په نقشه کې د تخار ولایت

د تخار ولایت چارواکي وايي، په فرخار ولسوالۍ کې یوې ښځې له خپلو درېیو ماشومانو سره ځان وژنه کړې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د رسېدلو راپورونو له مخې ۲۵ کلنې فهیمې د فرخار په لیژده کلي کې لومړی خپل کور ته اور ورکړی او بیا یې له درېیو ماشومانو سره ځان سیند ته اچولی.

ښاغلي اسیر وویل، د سیمې خلکو د دې ښځې او ماشومانو مړي له سینده را ایستلي دي.

د تخار پولیسو د دې پېښې علت کورنۍ ستونزې یادې کړي.

ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د دې ښځې خاوند ښه چلند نه ورسره کاوه.

په افغانستان کې د ښځو د اکثرو ځان وژنو دلیل له حده زیات کورنی تاوتریخوالی په ګوته شوی دی.