د ارزګان مرکز کې ماین چاودنې یو پولیس وواژه

ترینکوټ کې د پېښې ځای

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي ددې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ماین په چاودنه کې یو پولیس ووژل شو.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان عالي احمد عطايي نن سې شنبه (د غويي ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه مهال یوه بجه د ترینکوټ په څلورلاري کې رامنځته شوې چې پر مهال یې دوتنه ټپیان دي چې یو یې ملکي کس او بل پولیس دی.

نوموړي وايي، د پیښې علت نه دی معلوم.

هېڅ کومې وسله والې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې.